اسلام آباد 01 جولائی (اے پي پي) پاکستان او هند د ګل په ورځ په اسلام آباد او نوې ډيلي كښې د سفارتی چینل د لارې د يو بل په تحویل كښې د بنديوانو فهرستونو تبادله كړې ده۔ د خارجه دفتر وي??ندې د اړخه د جاري شوې بيان له مخې د 2008 قونصلر رسنې لوظنامې ترمخه هر كال په 01 جنورۍ او 01 جولائی د بنديوانو د فهرستونو تبادله كېږي۔ پاکستان په خپلو زندانونو كښې د 254 هندي بنديوانو فهرست هند ته وركړو او هند په خپلو زندانونو كښې د 452 پاکستانی وګړو او مهيانو نيونكو بنديوانو فهرست پاكستان سره شيئر كړو۔ د بیان له مخې د پاکستان د اړخه د بے دركه 38 پاکستانی دفاعی اهلکارو فهرست هم وركړے شوے، د كومو په اړه چې خيال كېږي چې هغوي د كال 1965 او 1971 جنګونو نه پس د هند په تحویل كښې دي۔ بیان كښې وئيلي شوي چې پاكستاني حكومت په هند كښې د خپلې سزا موده ترسره كوؤنكو ټولو پاکستانی ب??ديوانو په سمدستي توګه د را??وشې كولو او هېواد ته د را??تنولو غوښتنه كړې ۔ دغسې پاكستان په جسمانی او ذهنی توګه د معذور بنديوانو پشمول د پاكستان بيلو بنديوانو ته د خصوصی قونصلر رسنې او د هغوي د قامی حیثیت په سمدستي توګه تصدیق لپاره خواست كړے دے۔ د بیان له مخې حکومت په هند زور راوړ?? چې هغه د ټولو پاکستانی ب??ديوانو د خوشې كولو او هېواد ته د را??تېندو انتظار كوؤنكو سلامتیا او خېر ښېبګړه دې باوري كړي۔ وي??ندې په خپل بيان كښې وئيلي چې د پاكستان حكومت د بشري خواخوږۍ چارو ته خاص پاملرنه كوي۔ هغه به د هند په زندانونو كښې د ټولو پاکستانی ب??ديوانو زر تر زره را??تنول باوري كولو له خپلې هخې روانې ساتو،د دې هڅو د يوې برخې په توګه كال 2023 كښې 62 او سږ كال 4 پاکستانی ب??ديوان تر اوسه پاكستان ته بېرته را??لي دي۔