اسلام آباد۔22جون(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اق??ال وئيلي دي د دين په نامه په ټولنه كښې د لا قانونيت پېښو جاج اغستلو سره دې قامي تګلاره مرتب كولو له د ايوان خصوصي كمېټي جوړه كړې شي او د دوھم سپيكر سيد غلام مصطفی شاه وېنا وه چې احسن اق??ال د كابينې برخه دے٬ دا معامله دې په كابينه كښې پور??ه كړي او د داخله وزير د لارې دې د خېبر پښتونخوا اعلې وزير سره خبره وكړي۔ د خالي په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال وفاقي وزير احسن اق??ال ووئيل په سوات كښې يوه پېښه رامخې ته شوه په كومه كښې چې يو سېلانې د قرآن پاك د بے حرمتۍ په تور وسوځولے شو۔ ده ووئيل دا ډول پېښې زمونږ په ګاونډي هېواد هند كښې هم رامخې ??ه كيږي په كوم چې مونږ اعتراض لرؤ۔ احسن اق??ال ووئيل دې څخه وړاندې سیالکوټ، جړنواله، سرګودھا او اچھره كښې هم دا ډول پېښې رامخې ته شوې۔ مونږ له به داسې كولو څخه ډډه كول وي۔ ده د يو حديث مبارك حواله وركولو سره ووئيل نبي علېه السلام د مړي سوځولو څخه منع فرمايلې ده ولې چې د سوځولو حق يوازې پاك پروردګار ته حاصل دے۔ ده غوښتنه وكړه چې د ايوان يوه خصوصي كمېټي دې جوړه كړې شي كومه چې د دې ټولو پیښو جاج اغستو سره قامي تګلاره مرتب كړي۔ په دې دوهم سپيكر غلام مصطفیٰ شاہ احسن اق??ال ته ووئيل ته خ??له د كابينې برخه يې٬ دا معامله په كابينه كښې پور??ه كړه او د داخله وزير د لارې د خېبر پښتونخوا اعلی وزير سره په حكومتي كچه خبرې وكړه