ابوظهبي 23 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حکومت په سرمايه کارۍ كښې اضافې لپاره په ترجيحي بنيادونو ??قدامات كوي٬ حكومت كاروبار دوست پاليسيو او غېر ملكي سرمايه كارو ته د سهولت وركولو سره په هېواد كښې د نجي څانګې پرمختګ باوري كوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ابوظهبي فنډ فار ډويلپمنټ ډائريکټر جنرل او چئيرمېن محمد سېف السُويدي ليدلي٬ پ?? ملاقات كښې د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع وزيراعظم د حکومت لخوا معاشي استحكام لپاره په اصلاحاتي اقدامات رڼا واچوله۔ خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د دواړٶ هېوادونو ??رمېنځه پخوانۍ د وروولۍ اړيكې قائم دي كومې چې په لسيزو محيط دي٬ د متحده عرب امارات قيادت په خاص توګه د ش??خ محمد بن زيد النهيان مننه كوٶ چا چې تل په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې۔ ده ووئيل حکومت پاکستان كښې سرمايه كاري زياتولو لپاره په ترجيحي بنيادونو ??قدامات كوي٬ حكومت كاروبار دوست پاليسيو او غېر ملكي سرمايه كارو ته سهولت وركولو سره په هېواد كښې د نجي څانګې پرمختګ باوري كوي۔ ده ووئيل امارات کمپنو له به د پاکستان کمپنيو سره مرسته او د دواړو هېوادون?? تجارتي اړيكو كښې اضافه كول وي۔ پ?? ملاقات كښې وزيراعظم د ابوظهبي فنډ فار ډويلپمنټ پلاوي ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه