اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف اړوندو چارواكو ته هدايت كړے چې ګوادر كښې د طوفاني بارانونو څخه د ځپليو كسانو بحالۍ او مرستې كولو لپاره كومه بېغوري ونه كړئ٬ ده چارواكو ته سپارښتنه وكړه د ځپليو مواصلاتي ډهانچې ب??الۍ او نجي ام??اك ته د زيان په تفصيلي رپورټ او د اوسنو طوفاني بارانونو له امله د ځپليو مرستې ب??الۍ لپاره يو جامع پلان هم وړاندې كړئ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم چوكۍ سوګند پورته كولو نه پس د نهې په ورځ وزيراعظم ګوادر ته ورسېد۔ ګوادر ته په رسېدو د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د هغه هركلے وكړو۔دغسې ??زيراعظم په دې مهال د مرستې كيمپ كښې د موجود طوفاني بارانونو ځپليو باندې د مرستې سامان تقسيم كړو۔په دې موقع هغه د ځپليو كسانو سره په خبرو كښې ووئيل د وزيراعظم چوګۍ سوګند پورته كولو سره زه دلته راغلے يم٬ داسې ??ه شي كېدے چې په ګوادر كښې د طوفاني بارانونو له امله ځپل?? كسان په دې سخت وخت كښې يواځې پرېښودلے شي۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د پرواز په مهال د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك څخه د ګوادر او سوئېلي بلوچستان كښې د اوسنو بارانونو له امله د زيان او جاري مرستې كاروائيو په اړه بريفنګ واغست۔وزيراعظم ته د هېواد په نورو سيمو كښې د زيان او ځپليو مرستې لپاره په اقدامات هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ووئيل د جديد ټيكنالوجۍ او سيټلائټ د لارې د قدرتي آفتونو څخه وړاندې د خبرتيا نظام وضع ??ړئ۔ دغسې ??زيراعظم هدايت وكړو چې د ځپلې مواصلاتي ډهانچې ب??الۍ او نجي ام??اك ته د زيان په تفصيلي جائزه رپورټ وړاندې كړئ۔