اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې د روسيه او چين په شمول د سيمې ټول هېوادونه په افغانستان كښې امن ٬ سلامتيا او استحكام غواړي۔ طلوع نيوز سر?? خصوصي مركه كښې ده ووئيل د افغانستان تسليمولو له سيمه اييز موافقت ته اړتيا ده۔ ده ووئيل تر كومې چې د سيمې او د نړۍ نورو هېوادونو د افغانستان موجوده حكومت تسليم كړے نه وي پاكستان به په دې اړه يو قدم هم وړاندے لاړ نه شي۔ ده ووئيل زه په ذاتي توګه په دې خبره باور لر?? چې د سيمې ټول هېوادونه غواړي چې افغان حكومت تسليم كړے شي۔ ده ووئيل زه باور لر?? چې وخت تېرېدو سره سره به د افغان حكومت د تسليمولو مسئله هواره شي۔ وزیراعظم ووئيل ډیورنډ لائن د افغانستان او پاکستان ترمينځه په نړ??وا??ه كچه منلې شوې پو??ه ده۔ ملګرو ملتونو او 206 هېوادونو دا د نړ??وا??ې پو??ې په توګه منظور كړے دے او افغان وګړي په دې اړه وائي چې د دوئي داخلي بحث دے ٬ په دې كښې زه كومه خوښي نه لر??۔ ده ووئيل ټی ټی پی د افغانستان په ځينې صوبو كښې پټ ځايونه لر?? او هم د دې د لاسه پ?? پاكستان كښې د امنيت مسئله رامخې ته شوې ده۔ ده ووئيل كوم هم هېواد ت?? پاكستان د افغانستان په ضد د خپلو فضائي پو??و د كارولو اجازه وركولې نه شي