اسلام آباد۔1جنوری (اے پی پی) سېنېټ پوهنتونونو كښې د زده كوونكو له خوا د ??شې لرونكو داروګانو كارولو مخ نيوي له قرارداد منظور كړے دے ۔ د ګل په ورځ سینیټر ثمینه ممتاز زهري قرارداد وړاندې كړو چې د پوهنتونونو په څانګو كښې په زده كوونكو كښې د ??شې لرونكو توكو لكه پوډر، کوکین، د ??شې ګولۍ ، شیشې، چرس، انجکشن او د الکوحل كارېدل زياتېږي ۔ قرارداد كښې وئېلې شوي د پوهنتونونو په هاسټلو كښې د ??شې لرونكو داروګانو استعمال زيات دے ۔ قرارداد كښې وئېلې شوي په هېواد كښې نزدې 90 لاکھ كسان نشه لرونكې داروګان استعمالوي چې پكښې د 15 نه ??ر 25 كاله عمر ځوانان 20 لاکه دي۔ قرارداد كښې وئېلې شوي دا ایوان سفارش کوي چې حکومت زر تر زره د پراخه كلتورونو پس منظرو څخه د تعلق لرونكو طلبا ضروریات تر سره ??ول?? له او د اعلیٰ تعلیمي نصاب اصلاح لپاره ضروري ګامونه واخلي دغسې جې د نشه لرونكو داروګانو نتيجو او خطرو څخه هغوي خبر كړے شي او په اعلیٰ تعلیمی ادارو كښې د نشه لرونكو داروګانو او د تمباکو ناوړه استعمال مخ نيوي له په پالیسي 2021 په ټولو پوهتونونو كښې من و عن نفاذ له د نګرانۍ طریقه وضع کړې شي ۔دغسې د دې قرارداد اېوان منظوري وركړې ده۔