اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د زینب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېکټ (زېډ اے آر آر اے) په اړه د اولسي شعور بېدارولو او د ماشومانو تحفظ لپاره په فعاله توګه د دې د نافذ كولو په حاجت زور راوړے دے ، د ټولو صوبو پوليس او د زېنب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېجنسۍ په شمول د ټولو همكارانو ترمينځه فعاله تړون او د معلوماتو په سمدستي توګه ګډول د بې دركه او تښتولے شوو ماشومانو په وخت درك لګولو ا?? راخوشې كولو كښې مرسته كولې شي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ ايوان صدر كښې د زېنب الرټ رسپانس اېنډ ریکوری اېکټ 2020 نفاذ په اړه د اړوندې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ د بشري حقونو سېكرټري د زینب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېکټ 2020 په اړه بشپړ پریزنټېشن وركړو۔ په غونډه كښې په ضلعي او كميونټي كچه پوليس افسرانو لپاره د تربیتی ماډیول په وضعه كولو اتفاق وكړے شو دغسې چې د بې دركه شوو او تښتولے شوو ماشومانو زر تر زره درك لګولو ا?? راخوشې كولو لپاره فوري او په وخت كاروائي كولو ??ه هغوي خبر كړې شي