ابو ظهبی 28 نومبر (اے پي پي) نګران وزیرا??ظم انوار الحق کاکړ په ابوظهبی كښې د قامي ٬ كلتوري او تاریخی ځاے وحت الکرامه دوره كړ?? ده ۔ وحت الکرامه د متحدہ عرب امارات د هغه اتلانو د قربانیو يادګار په توګه جوړ كړے شوے چا چې هېواد لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې ۔د وزیرا??ظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د متحدہ عرب امارات پریزیډنټ کورټ كښې د شهيدانو د كورنيو چارو دفتر چیئرمېن شیخ طیب بن محمد بن زید النهیان د وزیرا??ظم هركلے وكړو۔دغسې وزیرا??ظم د ګارډ آف آنرز په يوه دستوره كښې هم ګډون وكړو۔دې نه پس وزیرا??ظم د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔دا يادګار د متحدہ عرب امارات قیادت، اولس او بهادر پوځ ترمينځه د اتحاد او يووالي علامت دے او په 31 پ??نلز مشتمل دے۔ وزیرا??ظم د وحت الکرامه تفصیلی دورہ وكړه چرته چې هغه ته د يادګار په اړه بريفنګ وركړے شو۔د دورې په اختتام وزیرا??ظم د ميلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات وليكل،كوم كښې چې هغه د متحدہ عرب امارات بهادرو شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ وحت الکرامه د متحدہ عرب امارات پايه تخت ابوظهبی كښې يو قامي او كلتوري نشان دے،كوم چې د متحدہ عرب امارات شهيدانو د مړاني او د یو اے ای په دفاع كښې د هغوي د قربانو يادګېرنې له جوړ شوے۔