اسلام آباد۔4نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په پاکستان ائیرفورس ټرېننګ ائیربېس میانوالی د ترهګرو بريد په كلكه غندنه كولو سره وئيلي دي چې د امنيتي ځواكونو په وخت كارروايۍ كولو په نتيج?? كښې درې واړه ترهګر وژلې شوي دي۔ د خالي په ورځ د سېنېټ سېکرټرېټ میډیا ډائرېکټورېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صادق سنجرانی ووئيل چې امنيتي ځواكونو د اثاثو حفاظت باوري كړو٬ د پاك پوځ په مېړنو فرزندانو وياړ لرؤ۔ ده ووئيل د ترهګرو ناوړه عزائم ناكامه كولو له ټول اولس د امنيتي ځواكونو په شا ولاړ دے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد د امنيتي ځواكونو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل دا ډول ب??دلانه بريدونه د امن صو??تح??ل ته زيان رسولې نه شي۔ دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفریدی، په ايوان كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر اسحاق ډار او د مخالفې ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم هم د ياد شوي بريد په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ ده ووئيل ترھګر د ټول انسانيت دښمنان دي او پاكستان د دې ناسور ختمولو عزم لري۔