اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) د قامي اس??بل?? سپيكر سردار اياز صادق د بابا ګورو نانك د زېږېدنې ورځې په موقعه د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې ژوند كوؤنكې سكھ ورورولۍ له مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د قامي اس??بل?? سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې د قامي اس??بل?? سپيكر وو??يل بابا ګورو نانک انسانيت سره د مينې ٬ امن ٬ ورورولۍ او مساوات درس وركړو، هغه د مذهبي روادارۍ ٬ بېن المذاهب همغږۍ او د امن داعي ؤ۔ سردار ایاز صادق وو??يل د بابا ګورونانک د زېږېدنې ورځې دستورو كښې ګډون كولو له ګردې نړۍ څخه راغلې سكھ ياتريانو ته په پ??كستان كښې هركلې وايوو۔ ده وو??يل د پاكستان آئين اقليتونو ته د خپلې عقيدې له مخې د ژوند كولو او د مذهبي رسمونو لمانځلو بشپړه آزادي وركوي۔ ده وو??يل په پ??كستان كښې ژوند كوؤنكو ټولو اقليتونو ته ي?? برابر حقونه تر لاسه دي۔ ده وو??يل سکھ ورورولۍ سره تعلق لرونكې پاكستانيان د هېواد تعمير او پرمختګ ??پا??ه د ستائنې وړ كردار ترسره كوي۔