اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ ??ئي??ي دي د مېرمنو وراثتي حق زمونږ د كلتور تر ټولو لويه مسئله ده٬ مېرمنې د حقونو څخه محرومولې شي٬ وروڼه خوېندو ته په وراثت كښې د برخې وركولو نه سرغړونه كوي٬ دې كلتور بدلولو لپاره به مونږ له خپل سوچ بدلول وي، اسلام دا لازم كوي چې په وراثت كښې مېرمنو ته برخه وركړې شي۔ د شورو په ورځ قامي اسبملۍ كښې په اسلام آباد كښې په وراثت كښې مېرمنو ته د قانوني برخې په اړه په عدالتي احكامات د ع??لد??امد نه كولو په اړه د قامي اسمبلۍ غړو آسيه ناز تنولي، صبا صادق، نوشين افتخار، احمد عتيق انور او د کرن عمران ډار د پام راګرځونې د نوټس په ځواب وفاقي وزير و??ئي?? مېرمنو لپاره د وراثت د حق معامله د اهميت وړ ده٬ د مېرمنو وراثتي حق زمونږ د كلتور تر ټولو لويه مسئله ده٬ د وراثت په قانون كښې مېرمنې د دوي د حق نه محرومه ساتلو كښې هېڅ ګنجائش نشته خو دلته كلتور جوړ دے چې د لوڼو په تعليم٬ واده خرڅ وكړې شي نو دوي ګڼي چې دا ذمه واري ترسره شوه٬ او دوي په وراثتي معاملو كښې د حق نه محرومولې شي۔ ده و??ئي?? چې Succession Certificate وركولو اختيار نادرا سره د?? ٬ ډيتھ سرټيفيکيټ، بيان حلفي، اېف آر سي او سکسيشن سرټيفيکيټ وركولو نه وروستو په وراثت كښې د نوم اندراج كېږي٬ يو قانون هم مېرمنې د وراثت د حق نه نشي محرومولې٬ دې لپاره كمپائن چلولو له چمتو يو۔ ده و??ئي?? اسلام لازم كوي چې په وراثت كښې به مېرمنو ته برخه وركولې شي۔ وفاقي وزير و??ئي?? مېرمنې د خپلو حقونو په خاص توګه په كليوالو سيمو كښې خبرول پكار دي، په كليوالو سيمو كښې زياتره مېرمنې د خپلو حقونو نه ??اخ??ره دي، وروڼه خوېندو ته په وراثت كښې د حق وركولو نه انكاري وي٬ په د?? لړ كښې مونږ له نور اصلاحات كول دي۔ ده و??ئي?? د لوي څښتن شكر دے چې دلته د هند غوندې حالات نه دي٬ هلته مېرمنو ته حقونو په ګرانه ملاوېږي۔ ده و??ئي?? مونږ په ھغه زمانه كښې مېرمن وزيراعظم ټاكلې وه كله چې په لويديز كښې د مېرمنو د اېګزېكټو پوزيشن تصور هم نه ٶ۔ ده و??ئي?? د مېرمنو د حقونو په معامله د?? خاص كمېټي جوړه كړې شي٬ په د?? لړ كښې د بهترۍ ګنجائش موجود دے۔ وفاقي وزير د شاهده رحماني د مېرمنو د حقونو معامله ويمن کاکس ته د لېږلو د تجويز مخالفت كولو سره و??ئي?? دا معامله مهمه ده ٬ په د?? د پارلمان خاص كمېټي جوړول پكار دي ٬ وېمن كاكس دې د پارلماني كمېټۍ برخه ضرور وګرځولے شي