اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې زمونږ مذهب او آئين مونږ ته اقليتونو سره د ښه سلوک کولو درس راکوي٬ اقليتونه د پاكستان په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار لري۔ د داخله ??زارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له ??خې محسن نقوي د اقليتونو قامي ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل زمونږ مذهب او آئين مونږ ته اقليتونو سره د ښه سلوک کولو درس راکوي٬ زمونږ پيغمبر (ص) او قائداعظم هم د اقليتونو د حقونو د تحفظ تلقين كړے دے۔ محسن نقوي ووئيل اقليتونه د پاكستان په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار لري ٬ د هېواد په پرمختګ کښې په مثبت كردار ترسره كولو اقليتي ورورولۍ ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ ده زياته كړه چې د پاكستان په تعمير او پرمختګ كښې د اقليتونو له ??ردار څخه سترګې پټېدې نه شي۔ حكومت د امتيازي سلوك ختمولو او سم??جي همغږۍ ته د ودې وركولو هڅه كوي۔ داخله ??زير ووئيل نن به مونږ له د اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره په لا موثره تو??ه د عملي ګامونو پورته کولو عزم تکرارول وي۔