اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير او د پاك سعودي همكارۍ فوكل پرسن ډاكټر مصدق ملك سعودي سرماي?? كارو ته پ?? پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې د سرماي?? كارۍ موقعو څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي مونږ سعودي عربستان سره پ?? بېلو څانګو كښې اړېكو ٬ تجارتي ٬ اقتصادي او د سرماي?? كارۍ تړون ته وده وركولو كښې خوښي لرؤ٬ دوه اړخيزه اړيكې لا ګټورې جوړولو له به ګامونه پ??رته كول وي٬ د سرماي?? كارۍ په لاره كښې به كوم خنډ حائل كېدو ته پرېښودلے نه شي٬ د دواړو هېوادونو نجي څانګې دې په ګډه مخ په وړاندې لاړې شي او د معاشي پرمختګ په سفر كښې دې زمونږ مرسته وكړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه پ?? اسلام آباد كښې د ګل په ورځ د پاكستان سعودي عرب سرماي?? كاري فورم 2024 پرانستې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل سعودي عربستان په دې اوسنيو كلونو كښې تندۍ سره پرمختګ كړے دے ، پاكستان سره د هنرمند افرادي قوت هېڅ كمې نشته۔ د پاكستان هنرمند وګړي د سعودي عربستان په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل پاكستان د قدرتي وسائلو او معدنياتو او سعودي عربستان د تېلو پراخا پنګې لري۔ پاكستان سعودي عربستان خپل مشر ورور ګڼي۔ مونږ سعودي عربستان سره پ?? بېلو څانګو كښې تړون ته وده وركول غواړؤ۔ ده ووئيل پاكستان كښې په بېلو څانګو كښی د سرماي?? كارۍ پراخا موقعې موجود دي٬ د ګوادر بندر ځايې په سباؤن كښې ګردې نړۍ لپاره د تجارتي راهدارۍ مركز جوړېدونكے دے۔ پاكستان د سېلګرۍ هم بلها موقعې لري۔ حكومت سېلګرو ته د آسانيو وركولو هڅه كوي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د خصوصي سرماي?? كاري سهولت كونسل لاندې سرماي?? كارۍ ته د ودې وركولو داسې فورم موجود دے چې ورسره د سرې فيتې ركاوټونه اوس ختم شوي دي٬ سرماي?? كارو ته هر ډول آسانۍ وركولې شي۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل مونږ سپېځلتيا ته وده وركوؤ٬ هر وګړي ته به د وړاندې تللو موقعې وركولې شي۔ ده ووئيل سعودي عربستان سره زمونږ د ورورولۍ رشته ده او مونږ غواړؤ چې د دواړو هېوادونو اړيكې په بېلو څانګو كښې لا مضبوطې شي