اسلام آباد 29 نومبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي د پاكستاني اولس او پارليمان د خپلو فلسطينيانو وروڼو سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي٬د فلسطين مسئلې حل نه غېر په منطقه كښې پائيدار امن ناممكن دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر په خپل پیغام كښې په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې هغوي په فلسطين كښې د روان ظلم او بربريت نوټس واخلي او په سمدستي توګه د دې مخ نيوي لپاره اقدامات وكړي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل په فلسطين كښې روانه نسل كشۍ او په زبردستۍ د كډې كولو مخ نيوي لپاره نړيوالې ورورولۍ له د عملي اقداماتو پورته كولو ضرورت دے۔ده ووئيل په فلسطين كښې په موجوده صورتحال د نړيوالې ورورولۍ خ??موشي د فكر وړ ده۔ده ووئيل اسرائيلي ځواكونه دا مهال سكولونه٬روغتونونه او ??پن??ه ځايونه هم په نښه كوي چې له امله يې په زرګونو كسان مړه شول۔د اسرائيل ځواكونو لخوا ماشومان٬مېرمنې او بې ګن??ه وګړي وژل شرم ناك عمل دے۔ده ووئيل د اسرائيل ظلمونه د فلسطيني اولس حق خود اراديت تحريك غلے كولې نه شي او پاكستان د فلسطين اولس سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ به روان ساتي۔په دې موقع دوم سپيكر سيد غلام مصطفٰی ش??ه ووئېل د فلسطيني اولس هلې ځلې يوازې د هغوي آزادۍ لپاره نه بلكې دا د ټول انسانيت لپاره دي۔ده ووئيل پاكستان به د فلسطين بې ګناه اولس سياسي٬اخلاقي٬او سفارتي ملاتړ روان ساتي