پينډۍ 22 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان او خېبر پښتونخوا سيمو كښې د عملي??تو په مهال د 3 زي??تو مطلوبو ترهه ګرو پشمول 6 ترهه ګر وژلې دي۔ آئي اېس پي آر له مخې امنيتي ځواكونو په بنوں كښې د خوارج د موجودګۍ په اطلاع انټیلی جنس بیسډ عمليات وكړل۔ د عملي??تو په مهال امنيتي ځواكونو د خوارجو ژالي په ښه ډول په نخښه كړې چې په نتيجه كښې يې درې خوارج ووژل شول او دوه ژوبل شول ۔وژلے شوو خوارجو څخه وسله ، ګوله با??ود او چاؤديدونكي توكي برآمد کړې شوي كوم چې د امنيتي ځواكونو په ضد د ترهه ګرۍ په ګڼو کارروائیو او د بے ګناه وګړو هدفي وژنو كښې ككړ وؤ۔سيمه كښې د كوم هم پاتې خوارج ختمولو لپاره د لټون عمليات روان دي۔ آئي اېس پي آر له مخې 20 نه تر 22 نومبر 2024 په مهال بلوچستان كښې په بېلو كاروائيو كښې څلور ترهه ګر ووژل شول ۔آواران كښې په انټیلی جنس معلوم??تو د آپرېشن په مهال ډزو كښې دوه ترهه ګر وژلې شوي۔دغه دواړه هائی ویلیو ټارګټ وؤ د كومو شناخت چې د نیاز عرف ګھمن او ظریف عرف شاه جهاں په نامه سره شوے۔ډیره بګټی كښې د عملي??تو په مهال هم يو ترهه ګر ووژل شو۔دغسې کیچ ضلع كښې په انټیلی جنس بېسډ عملي??تو په مهال هم يو ترهه ګر ووژل شو۔وژلے شوے ترهه ګر د ترهه ګرۍ په ځيني كاروائيو كښې او د بے ګناه وګړو په قتل كښې ككړ ؤ او قانون نافذ کوونكو ادارو ته مطلوب ؤ۔آئي اېس پی آر ووئيل د پاکستان امنيتي ځواكونه د قام سره په ګډه بلوچستان كښې امن?? استحکام او پرمختګ ته د زيان رسولو د هر هڅې شنډولو له لوظي دي