کوئټه۔ 10 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير سناتور محسن نقوي وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د هر پ??كس??اني وګړي جنګ دے او په دې جنګ كښې يواځې بريا اولنې او وروستې آپشن دے۔ دا خبره ده د اتوار په ورځ د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې موقع د خزانې صوبائي وزير مير شعيب نوشيرواني هم موجود وو۔ په ملاقات كښې په كوئټه رېلوے سټېشن كښې د ځانمرګي بريد نه وروستو صورتحال جاج واخ??تل?? شو او په بلوچستان كښې د امنيتي وضعې او د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره په شوو مجموعي اقداماتو خبرې وشوې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د شهيدانو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو ??ه مهال ووئيل په بلوچستان كښې امن په ځايې كولو ??پاره به هر ډول ممكنه مرست?? جاري ساتلې شي۔ په دې موقع د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي ووئيل امن او امان لپاره نور ګامونه هم پورته كولې شي۔ يو موټې عناصر په تخریبي فعالیتونو کښې لاس لري كوم به چې كه پاك پروردګار ته منظور وي د اولس په ملاتړ له ماتې سره مخ شي۔