اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د جے يوآئي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي په هېواد كښې د اضطراب کيفيت ختمولو لپاره بايد پارليمان او سياسي قيادت خپل کردار ترسره كړي، په خبرو اترو د د مسئلو حل راويستلے كېږي ٬ بلوچستان او خېبر پښتوا كښې ځينې نړيوال قوتونه لاس وهنه ك??ي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې مولان?? فصل الرحمان ووئيل بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې وسله وال عناصر ناامني خپروي،په بلوچستان كښې په يوه ورځ كښې په رياستي ادارو او په ځوانانو بريدونه شوي۔بايد ايوان په دې غور وكړي۔دا ټولې چاري سياسي كسان ترسره ك??لې شي۔ ده ووئيل كه د نوموړو ،تجربه لرونكو ، پوهه او سينئرسياستمدارو په ځاے نوي ځوانان راولو نو هغوي تجربه نه لري ، جذباتي كېږي او هغوې څخه چارې په دې ډول نه ترسره ك??ږي څنګه چې پكار وي۔ده ووئيل هېواد كښې اضطراب ختمولو له بايد پارليمان ګامونه واخلي، اپوزيشن په اعتماد كښې واخستلے شي،خبري اتري دې وكړې شي۔ده ووئيل په بلوچستان كښې صورتحال تازك دے بايد خوداعتمادۍ سره اقدامات وكړې شي۔ حکومت به له به خپلي ذمه وارۍ ترسره ك??ل وي،مونږ په اپوزيشن كښې خپل کردار ترسره ك??و۔ ده ووئيل د رياست رټ چيلنج کيږي، پارليمان ته دې خواست وكړې شي چې راوړاندې شي۔ بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې دې وګړو سره خبرې وكړې شي، دې سره صورتحال ښه ك??دې شي۔ده ووئيل ما يوه اونۍ په افغانستان كښې تيره كړي او په ټولو مسئلو هلته تفصيلي خبري شوي ٬ به بيرته راستنيدو خارجه وزارت خبر كړے شوے۔ده ووئيل د مسنګ پرسنز معامله هم مهمه ده،د بے دركه كسانو كورنيو ته دې اووئيل شي چې هغه كسان چرته دي۔ده ووئيل په وسائلو ځائې وګړي حق لري، پارليمان له دې د خپل كردار ترسره ك??لو موقع وركړې شي