اسلام آباد۔11جولائی(اے پی ??ی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د پاکستان انسټیټیوټ فار پارلېمنټری سروسز (پیپس) بورډ آف ګورنرز غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د ادارې په مالي او انتظامي چارو د خ??الاتو څرګندونه وك??ې شوه۔ په دې موقعه سپيكر ووئيل د پيس جوړولو مقصد پارليمان سره په قانوني او ټېكنيكل چارو كښې مرسته كول دي۔ فعاله اولسي قانون سازي د هېواد ترجيحات او پرمختګ سره ژور تعلق لري۔ د قامي او صوبائي قانون سازو ادارو همكارۍ ته وده وركول زياته مهمه ده ۔ سپېځلتيا په برقرار ساتل او پرفارمنس ښه كولو له دې د ادارې تھرډ پارټی فنانشل او پرفارمنس آډټ وك??ے شي۔ سپيكر ووئيل په غونډه كښې د آزاد جموں و کشمیر اسمبلۍ او ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپيكران هم د ګورنر بورډ ??ست??ل غړو جوړولو په اړه د خ??الاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ملک محمد احمد خان ، د سندھ اسمبلۍ سپيكر اوېس قادر شاہ، د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر عبدالخالق خان، د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي ، د آزاد جموں و کشمیر اسمبلۍ سپيكر چوهدري لطیف اکبر ٬ د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپيكر نذیر احمد او پارليماني غړو مولانا عبدالغفور حېدري، بلال اظهر کیاني ، وجیهه قمر، خورشید احمد جونیجو، مهتاب اکبر راشدي، زرتاج ګل او سید امین الحق ګډون وك??و۔