اسلام ??باد۔30جون (اے پی پی) د پارليمنټېرين ا??م نړيوالې ورځې په موقعه د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په خپل پېغام كښې وئيلي چې پارليمان د جمهوريت بنيادي جز دے ، د پاكستان پارليمان د اولسي هيلو ترجماني كوي ، د جمهوريت ??ياوړتيا او د جمهوري اقدارو ودې له د پارليمان سرلوړي ضروري ده۔ د قومی اسمبلۍ سېکرټرېټ ډائرېکټورېټ جنرل آف میډیا لخوا د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې ده وئيلي چې پاكستان د بېن الپارلیمانی یونین (آئی پی یو) يو فعاله غړے دے۔ د پارليماني همكارۍ او تړون ته د ودې وركولو عزم پخلي كو??و سره ده ووئيل چې جمهوري قدر??نو او همغږۍ ته وده وركولو له په پارليماني كچه رابطې او مذاكرات ضروري دي۔ سردار اياز صادق ووئيل د پاكستان پارليمان په نړيواله كچه د سولييز جمهوريت او تلپاتي پرمختګ ترلاسه كولو له آئي پي يو سره په ګډه د كار كولو عزم لري ٬ په منطقه كښې امن ٬ سلامتيا او تلپاتي پرمختګ ته وده وركولو له د پارليمان??نو ترمينځه رابطو ته وده وركول ضروري دي۔ ده ووئيل د فلسطين او كشمير مسئلې په شمول د ټولو شخړو منصفانه حل لپاره به پارليمان??نو له خپل پام ??ے پلو ګرځول وي۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به په فلسطين او كشمير كښې د بشري حق??نو روانو خلاف ورزيو نوټس اخستل وي۔ ده ووئيل د كشمير او فلسطين مسئلې له حل كېدو پرته په منطقه كښې د امن په ځايې كېدل امكان نه لري۔ ده ووئيل پارليمان د خپل مثبت كردار د لارې نړۍ د امن مركز جوړولې شي۔