اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) پا??ستان د لبنان بیکا بعلبك سيمه كښې د اسرائیل د اوسنو بريدونو غندنه كړې د كوم, په نتيجه كښې چې د ميرمنو او ماشومانو پشمول وګړي شهيدان شوي او 10 لکهه نه زيات وګړي بے كوره شوي۔د خارجه دفتر وياندي ممتاز زهرہ بلوچ د زيارت په ورځ پریس بریفنګ كښې ووئيل دا فضائی بريد د لبنان د قامي خپلواكۍ او سيمه ا??زي سلامتيا خلاف ورزي او د نړيوالو بشري قوانين او ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزی ده۔دي ووئيل پا??ستان د شمالی غزہ وګړو په ضد د اسرائیل د يرغل او بیت لاهیا د فضائی بريد هم غندنه كوي د كومو په نتيجه كښې چې د ميرمنو او ماشومانو پشمول د 100 څخه زيات فلسطینیان شهيدان شوي ۔ وياندي ووئيل د كوم خبرداري نه غېر په آبادۍ لرونكي سيمه بريد كول د نړيوال قانون خلاف ورزي ده او د انسانی تكليفونو لپاره د اسرائیل د كركې عکاسی کوي۔دي ووئيل د غزہ محاصرہ او پرله پسې د اسرائیل بريدونه د فلسطينيانو د ستونزو ، تباهۍ او د وګړو شهيدانولو سبب ګرځي۔وياندي ووئيل په داسې وخت كښې كله چې فلسطینیان په انسانی بنیادونو مرستي ته اړتيا لري،د اسرائیل د اړخه د ملګرو ملتونو د فلسطينيانو لپاره ریلیف اینډ ورکس ایجنسۍ د مرستي کارروائیانو مخنيوے د نه قبلولو وړ دے او دغه د اسرائیل لخوا د فلسطینیانو سره د نا??وا سلوك منظمې كاروائي څرګندوي۔دي ووئيل مونږ فلسطین او لبنان كښې د جنګ په سمدستي توګه د ختمولو غوښتنه كوو،بايد نړيواله ورورولي غزہ كښې د فلسطینیانو په ضد د اسرائیل د نسل کشۍ كمپائن ختمولو ل?? ګامونه پورته كړي،مونږ په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې اسرائیل د دې جنګي جرمونو او انسانیت په ضد د جرمونو ځواب وركونكے وګرځوي۔وياندي ووئيل پا??ستان لبنان او د فلسطین اولس لپاره د انساني مرستې وركولو له لوظي دے،تيره اوونۍ كښې پا??ستان انسانی مرستې په بنياد او مقصد نوري دوه الوتكي لبنان ته لېږلي،تر اوسه پا??ستان څخه څلور خصوصي کارګو الوتكې د ضروري انسانی سامان سره لبنان ته رسيدلې دي۔