ریاض 29 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف ??و د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان د پاك۔سعودی اقتصادي شراکت دارۍ قوي كولو له د عزم پخلے وكړو ??و د تجارت، سرمایه کارۍ او اقتصادی مرستي په اړه يې د دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو ته اتافق وكړو ،دواړو لارښودو سيمه كښې روان د اسرائیل په يرغل هم د تشویش څرګندونه وكړه۔د نهي په ورځ د وزیراعظم آفس پریس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف فیوچر انویسټمنټ انیشیټو (ایف آئی آئی ) 8مي غونډي په موقع د سعودی ولی عهد او وزیراعظم محمد بن سلمان سره ملاقات وكړو۔ وزیراعظم خادم حرمین شریفین شاه سلمان بن عبدالعزیز لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ??و د هغه صحت لپاره ئې دعا اوكړه۔ده نړيوالو مالیاتی ادارو سره په چارو د سعودی عرب لخوا د پاکستان په مرسته د محمد بن سلمان مننه وكړه۔ وزیراعظم په زړه پورې ميلمستيا كولو هم د ولی عهد مننه وكړه۔ فیوچر انویسټمنټ کنفرنس په اړه د سعودی ولی عهد غوره قیادت ستائېلو سر?? وزیراعظم ووئيل د سعودی وژن 2030 د پاکستان کلیدی پالیسۍ مقاصدو سره همغږي لري۔ دواړو لارښودو د پاك۔سعودی اقتصادی شراکت دارۍ قوي كولو له د عزم پخلے وكړو ??و د تجارت، سرمایه کارۍ او اقتصادي دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو ته يې اتفاق وكړو۔ وزیراعظم د سعودی د سرمایه کارۍ وزير په مشرۍ كښې د اعلیٰ كچ پلاوي د اوسنۍ دورې ذکر وكړو ??و د دورې پ?? مهال د لاس ليك شوو د مفاهمت یادداښتونو (ایم او یوز) په بنیاد يې د پاك۔ سعودی معاشی شراکت احاطه وكړه۔ دواړو لارښودو سيمه كښې روان د اسرائیل په جارحیت هم د تشویش څرګندونه وكړه د كوم په نتيجه كښې چې پ?? لويه توګه بتاهي شوې۔ سعودی عرب او پاکستان خپلو كښې شرېكې مذهبی او كلتوري اړيكي لري كومي چې پ?? لسيزو اډانه دي ??و د وخت سره سره سره لا قوي كېږي ??و د وزیراعظم محمد شهباز شریف ??و د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان ترمينځه دا ملاقات د دې خبري عكاسي كوي۔