اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د نهې په ورځ د چين وزيراعظم لي چيانګ سره ليدلي او په دواړو هې??ادونو كښې پ??رل??اني او د اقتصادي اړيكو پشمول د شريكې خوښې ??ه چارو يې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ په دې موقع د دوست هې??ادونو ترمېنځه پ??رل??اني او اقتصادي اړيكو ته لا پراختيا وركولو ته صلاح يوه شوه۔ سپيکر د چين وزيراعظم د پاكستان دورې هركلي كولو سره دا باور څرګند كړو چې د چين وزيراعظم د پاكستان اوسنۍ دوره به دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركولو لپاره يو مهمه ثابته شي۔ ده د شنګھائي مرستې تنظيم د غونډې تابيا پاکستان له خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د اېس سي او غونډې كوربتوب پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده، چين د پاکستان بااعتماد او مخلص دوست دے او پاکستان چين سره پخپله سدا بهار دوستۍ وياړ لري۔ د پاك چين اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) د منصوبو ذکر كولو سره سپي??ر ووئيل د سي پېك منصوبې دواړو هې??ادونو لپاره د خاص اهميت وړ دي ٬ دې منصوبې بشپړېدو سره به په منطقه كښې د پرمختګ او خوشحالۍ نوې دور پېل شي٬ په ملاقات كښې سيمه ايز امن او استحكام لپاره مشتركه هلو ځلو ته صلاح يوه شوه۔ سپيکر په دواړو هې??ادونو كښې د تعليم او سائنس په څانګه كښې مرستې ته د پراختيا وركولو په ضرورت زور راوړو۔ په ملاقات كښې د توان په څانګه كښې د مشتركه منصوبو په اهميت خبرې وشوې او د ټيکنالوجۍ او په ډيجيټل معيشت كښې د مرستې په اضافه هم غور وشو۔ د پ??رل??اني سفارتکارۍ په اهميت رڼا اچولو سره سپيکر د پاکستان د قامي اسمبلۍ او د چين پيپلز کانګريس ترمېنځه مرستې زياتولو او په سباون كښې د پ??رل??اني پلاويو تبادلې ته د ودې وركولو د عزم پخلے وكړو۔ د چين وزيراعظم لي چيانګ د سپيکر د چين مشرانو او اولس لپاره د خېرسګالۍ د څرګندونې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چين پاکستان سره د دوستۍ خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ ده د سپيكر د پ??رل??اني رابطو د ودې تجويز سره اتفاق كښې ووئيل په پ??رل??اني كچه رابطو ته وده دواړه هې??ادونه يو بل ته نور نزدې كولو كښې كليدي كردار لوبولې شي ۔ ده ووئيل چين به پاکستان سره اقتصادي او په سماجي څانګه كښې مرستې روانې ساتي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د سي پېك منصوبو بشپړتيا سره به په منطقه كښې د تل پاتي پرمختګ او خوشحالي خوب رښتيا شي۔ ده ووئيل د پاکستان په دوره كولو خوشحالي محسوسوم٬ د پاكستاني اولس لخوا د بلها خلوص او مينې په څرګندونه او د پاكستان حكومت لخوا په تود هركلي د حكومت او اولس مننه كوم۔ ده د شنګھائي مرستې تنظيم په پاکستان كښې تابيا او كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔