اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي) په سري لنكا كښې په بېلو جرمونو كښې له كلونو راهسې په زندان كښې پاتې شوې د 5 مېرمنو پ??مول 56 پاكستانيان د خصوصي پرواز د لارې پاكستان ته رارسيدلې دي، د اسلام آباد هوائي ميدان ته په راسېدو خپلو مينه والو سره د ملاقات په مهال جذباتي مناظر وليدلې شؤ۔ پاكستانيانو د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وفاقي وزير عبد العليم خان خصوصي مننه وكړه د چا په مرسته چې د دغه وګړو هېواد ته راستنيدل ممكن شوي۔ سري لنكا كښې له څو كلونو راهسې بند 56 پاكستانيان د ګل په ورځ په خيريت سره هېواد ته رارسېدلې دي۔ زياته موده پس هېواد ته رارسېدونكي بنديوا??و محسن نقوي او عبدالعليم خان ته دعاګنې وكړې۔ په دې مهال يوې مشرې ميرمن وفاقي وزيران مخاطب كولو سره ووئيل د وفاقي وزيرا??و مننه كوؤ د چا په هڅو چې زمونږ بچي خيريت سره هېواد ته راورسېدل، دا احسان به ټول عمر ياد ساتم۔ يو پ??كستاني ووئيل د پاك پروردګار په ف??ل او بيا د محسن نقوي او عبدالعليم خان په هڅو خپل هېواد ته راورسېدم۔