اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي )د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير امير مقام وئېلي دي ?? سوات سره تعلق لرونكې 22 كلن ايتهليټ عامر خان په تهائي لينډ كښې په ورلډ تائيكو انډو چيمپئن شپ كښې په ګولډ ميډل ګټلو د پاكستان سر په وياړ سره هسك كړے۔د نهې په ورځ په خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل عامر خان له په تهائي لينډ كښې 7 تائيكوانډو چيمپئن شپ كښې د سرو زرو تمغه په ګټلو مباركي وركوم۔وفاقي وزير د تائيكوانډو په مقابله كښې په غوره كاركردګۍ د عامر خان د هڅو ستائنه وكړه۔عامر خان د ښې لوبې په مظاهره كولو سره د هېواد نوم روښانه كړے۔په دې ايونټ كښې پاكستان٬هند٬بنګله دېش٬فلپائن٬چين ٬ انډونېزيا او ملائېشيا ??شم??ل 30 هېوادونو د 3000 څخه زياتو لوبغاړو ګډون كولو۔