سرينګر 04 اګست (اے پي پي) د مقبوضه كشمير پشمول ټوله نړۍ كښې كشميريان به سبا (5 اګست) د كشمير استحصال ورځ په توګه لمانځي دغسې چې د 2019 كښې په دې ورځ د بي جے پي هندوتوا حكومت د اړخه شوې قانوني اقداماتو په ضد خپل احتجاج درج كړې شي۔د كشمير ميډيا سروس له مخې د بي جے پي په مشرۍ كښې د هند حكومت په 5 اګست كال 2019 د ملګرو ملتونو قراردادونو او نړيوال قوانين ښكاره خلاف و??زي كولو سره د هند آئين دفعه 370 ختمولو سره د سيمې پوځي محاصره ك??ې وه چې له مخې ئې مقبوضه جمو او كشمير ته خصوصي حيثيت ترلاسه ؤ۔بل خوا د كل جماعتي حريت كانفرنس نظر بند چيئرمېن مسرت عالم بټ او شبير احمد شاه كشميريانو ته اپيل كړې چې 5 اګست د تورې ورځ په توګه ولمانځي دغسې چې نړۍ ته دا واضحه پيغام وركړې شي چې كشميريان د هند ظالمانه اقدامات او د نړيوال قانون خلاف و??زي نه مني۔حريت مشرانو د زندان څخه جلا جلا پيغامونو كښې وئيلي چې 5 اګست 2019 د مقبوضه جمو او كشمير لپاره تورو ورځو كښې يوه ده۔دوي ووئيل 5 كاله پرله پسې پوځي او پوليس محاصرے،ظلم او بربريت او د بشري حقونو خلاف و??زو ټوله سيمه ك??ې تباهي خپره ك??ي كوم چې د هند فرقه پرست هندوتوا حكومت په يو ټارچر سيل كښې بدل كړې دے۔كل جماعتي حريت كانفرنس آزاد جمو او كشمير شاخ لارښود الطاف حسين واني په اسلام آباد كښې په يو بيان كښې كشميريانو ته 5 اګست د كشمير استحصال ورځ په توګه لمانځلو اپيل كولو سره ووئيل دا ورځ د هند نوآبادي??تي منصوبے پيل كول په ګوته كوي كوم چې په هر صورت كښې په كشمير، كشميريانو او وسائلو قبضه كول غواړي۔