اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي چيئرمېن ته په ټول هېواد كښې د پشكال بارانونو څخه د راپېدا شوي صورتحال مخ نيوي لپاره د هر ضروري اقداماتو سپارښتنه كړې ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په ټېليفون د اې?? ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك ته د بارانونو څخه د رامخې ته شوي ځاني او مالي زيان اندازه لګولو٬صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ ډيپارټمنټس٬آزاد كشمير اسټېت ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي او د ګلګت بلتستا?? ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي سره د روابط لا ښه كولو او د بارانونو او خاورو كمرو رالوېدو له امله د ځپلو سترو لارو او سړكونو بحالۍ په اړه د اقدامات هدايت وكړو ۔وزيراعظم هدايت وكړو چې په ځپليو سيمو كښې د علاج معالجې تر ټولو آسانيو او د ??رس??ې سامان پشمول د داروګانو او نورو ضروري څيزونو رسنه باوري كړئ۔وزيراعظم د پشكال بارانونو او د دې په لړ كښې د راپېدا شوي سېلابي صورتحال په نتيجه كښېپه ش??و مرګونو د غم دړد څرګندونه وكړه او په حق رسېدلو كسانو لوړو درجو لپاره د??ا او غم جنو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه ۔وزيراعظم د بارانونو له امله په پېښو كښې ژوبل شوو ته د هر ممكنه ??رس??ې وركولو هم هدايت وكړو۔